ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا بهرنیو چارو وزارت لپاره مارکو روبیو د نوماند وزیر په توګه معرفي کړي.
ګڼشمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ټرمپ بهرنیوچارو وزیر په توګه د مارکو روبیو ټاکلو ته رضایت ښودلی، خو کولای شي چې خپله پرېکړه بدله هم کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رسنیو د امریکا بهرنیوچارو وزارت لپاره د یوشمېر نورو کسانو احتمالي نومونه هم په ډاګه کړي دي.
روبیو د خپلو بهرنیو ځانګړو سیاسیي پالیسو له امله پېژندل کېږي او لومړی اسپانیايي- امریکايی به شي چې د بهرنیوچارو وزیر په توګه ټاکل کېږي.
روبیو چې د امریکا سنا جرګې اطلاعاتو او د بهرنیو اړیکو کمېټې کې کار کوي او د فلورېډا ایالت سناتور دی. هغه همداراز غزه کې د اسراییلو د روانې جګړې کلک ملاتړ بلل کېږي او غزه کې د روانې نسلوژنې مسوول حماس بولي.
نوموړي څه وخت وړاندې یوې مرکه ویلي و«زه له دوی غواړم، که د حماس هر عنصر ته مو لاسرسی پیدا کړ یا مو وموند، لهمنځه یې، یوسئ.»
د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې نوې کابینې جوړولو لپاره پر هلوځلو بوخت دی او تراوسه یې، ځینو ادارو لپاره کسان هم ګومارلي دي.