د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روانې اوونۍ سهشنبه، مارچ ۱۸مه به د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي.
ټرمپ اېرفورس هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې وروستیو اوونۍ کې ډېر کارونه شوي دي.
هغه وویل: «موږ غواړو چې ووینو چې ایا دا جګړه پای ته رسولو شو که نه؟ ښايي وکولای شو یا یې ونشو کړای، خو فکر کوم چې ښه چانس لرو.»
ټرمپ وايي چې د سولې خبرو کې د امتیازونو ورکړې برخه کې ډېر پام به پر ځمکه او انرژۍ ورټول وي.
د ټرمپ دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه کېږي چې د روسیې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د سولې هر ډول تړون به ناټو کې د اوکراین د غړیتوب مخه ونیسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد هېواد د بهرنیوچارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشکو د روسیې له ایزویسټیا ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل چې مسکو به د اوربند هوکړې لپاره «د کلکې اوسپنې په څېر امنیتي تضمینونو» ته اړتیا ولري.
د جګړې په لومړۍ کرښه کې بیا روسیې د اوکراین ځواکونه په شا تمبولي او ادعا لري چې څه باندې ۱۳۰۰ کیلومټره خاوره یې، نیولې ده.
اوکراین بیا وايي، شاتګ یې، د منظمې او پیاوړې دفاع لپاره ده.