Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ او پوتین روانه میاشت په الاسکا کې لیدنه لري

trump_putin_handshake001

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۵مه به د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین سره په الاسکا کې لیدنه ولري.

هغه تمه ښودلې چې دا لیدنه به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. کرملین دا لیدنه تایید کړې او الاسکا یې، د یادې لیدنې لپاره ښه ځای بللی دی.

واک ته د ولسمشر ډونالډ له رسېدو راهیسې تراوسه په حضوري توګه له پوتین سره نه‌دي لیدلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا کرملین هم نن شنبه، اګسټ نهمه د پوتین او ټرمپ د لیدنې خبر ورکړی دی. د پوتین مرستیال یوري اوشاکف ویلي: «روسیه او امریکا دوه ښه ګاونډیان دي او ګډه پوله لري. ښه منطقي پرېکړه ده او تمه ده چې دواړو مشرانو ترمنځ ناسته په الاسکا کې جوړه شي.»

د نوموړي په وینا، له دې ناستې وروسته کرملین ټرمپ ته بلنه ورکړې چې روسیې ته سفر وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام