د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د شته ۱۱۶ ښوونځيو شوراګانو غړیو ته روزنه ورکړل کېږي.
د لوګر پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاه پور عرب سلام وطندار ته وویل، دا روزنه له پوهنې وزارت سره په همغږۍ سر له نن (شنبه، کب ۴مه) پيل شوه چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د ښوونځیو شوراګانو غړي چې دیني عالمان او قومي مشران دي، د پوهنې بهیر په ملاتړ، د پوهنې له بهير سره د خلکو د مرستو او همکاريو د راجلبولو، د ماشومانو د حقونو پېژندنې او خوندي کولو او هم د ښوونځیو شوراګانو غړو د دندو او مسوولیتونو روزنه ویني.
پوهنې ریاست ویاند زیاته کړه، د لوګر ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو سلګونه ښځينه او نارینه ښوونکو ته هم د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه ورکړل شول او په نوي کال کې به په ښوونځیو کې د ښوونکو تدریسي ستونزې هوارې وي.