د ټرافیکو عمومي ریاست ویلي، هېڅ تخنیکي ورکشاپ یا شرکت له رسمي اجازې پرته نهشي کولی، په وسایطو کې اساسي بدلون راولي.
د ټرافیکو عمومي عمومي ریاست نن (سهشنبه، میزان ۱۵) یوه خبرتیا کې ویلي، د نقلیه وسایطو د ترمیم، رنګ، تولید او بستهبندۍ ورکشاپونه او شرکتونه له رسمي اجازې پرته حق نهلري چې د وسایطو ماشینونه بدل کړي، ګازي سیسټم ته یې واړوي، رنګ یې تغییر کړي، یا په ماډل او باډۍ کې بدلون راولي.
خبرتیا کې ویل شوي چې د ټرافیکو ریاست له اجازې پرته تخنیکي ورکشاپونه لویو ټرافیکي پېښو کې سخت زیانمن شوي وسایط نهشي ترمیم کولی او د شاسي نمبرونو، وزن یا تناژ په بدلون هم بندیز لګېدلی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټرافیکو عمومي ریاست همدارنګه ویلي چې د رنګولو، ویرینګ او د موټرسایکلونو او ریکشاوو د منتاژ کارونه باید یوازې د باجوازه ورکشاپونو له لوري ترسره شي.
سرچینې لیکلي چې د ټرافیک پولیسو لوی ریاست او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له اجازې پرته د وسایطو په باډۍ کې بدلون راوستل، ماډل یې بدلول او یا جنګله پرې نصبول هم منع دي.
د خبرتیا په پای کې راغلي چې دغه موارد باید په جدي توګه عملي شي، د نه عملي کېدو په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي او هېڅوک د شکایت حق نه لري.