Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر او میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښې؛ څلور کسان مړ او ۲۰ ټپیان دي

ټرافیکي پېښه

د لوګر او میدان‌وردګ ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ميدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت سيداباد ولسوالي اړوند د کابل_ کندهار پر لويه لار د دشت‌ټوپ په زرني سیمه کې د ۵۸۰ او فلانکوچ ډوله موټر ترمنځ ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او لس نور ټپيان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، ياده پېښه بېګاه شپه ناوخته د دشت‌ټوپ په زرني سيمه کې رامنځته شوې.

پېښه کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه او د درېوو ښځو په ګډون لس کسان ټپيان شوي دي. هغه زیاته کړه، ټپيان شوي کسان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په مرسته د همدې سیمې روغتيايي مرکز ته انتقال شوي دي.

بل‌خوا د لوګر امنيه قومنداتي چارواکي وايي چې بېګاه ناوخته د کابل-ګردېز پر لویه لاره د يوې ټرافيکي پېښې له امله د يوې ښځې او ماشوم په ګډون لس کسان ټپيان شوې دي.

د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وويل، دغه پېښه د کابل-لوګر پر لويه لاره د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «کمبزه» سیمه کې د يوې سراچې او پاسو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.

انس زياته کړه، د پېښې ۹ ټپيان د لوګر ولايتي روغتون ته درملنې لپاره لېږدول شوي او يو کس د پکتيا حوزوي روغتون ته وړل شوې چې د يوشمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دواړه پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطي او ګړندي تګ له امله رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام