Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې ټرافیکي پېښې؛ څلور کسان مړه او څلور ټپيان شوي

1000222192

د بدخشان د امنیې قومنداني مسوولان وايي، په دې ولایت کې د درېوو جلا ـ جلا ترافیکي پېښو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسان‌الله کامګار وايي، په لومړۍ پېښه کې چې د یفتل ولسوالي د «دره‌ی راست» په سیمه کې د یوه موټر د لېږد پرمهال کښتۍ ډوبه شوې چې درې کسان له امله مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ولسوال سراج‌الدین متوکل د معلوماتو پر بنسټ، د درې تنو له مړو څخه تراوسه یوازې د یوه تن مړی له اوبو راایستل شوی او د پاتې دوو کسانو د موندلو هڅې روانې دي. ټپيان د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ویاند په وینا، په دویمه پېښه کې چې ماښام په یفتل ولسوالي کې د «نشرین» کلي په سیمه کې رامنځته شوې، د «ډم ټرک» موټر د بریک د خرابېدو له امله له یوې هستوګنیزې ودانۍ سره لګېدلی چې په‌کې یو څلور کلن ماشوم مړ شوی او دوه کلن ماشوم ټپي شوی دی.

همدارنګه، په درېیمه پېښه کې د ارګو ولسوالي د «کوتل ریزکان» په سیمه کې یو کرولا موټر له سړک څخه وتلی او چلوونکی یې ټپي شوی دی.

چارواکي وايي، په وروستیو ورځو کې د بدخشان او نورو ولایتونو په کچه د ترافیکي پېښو کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام