Asset 1SWN

سلام وطندار

سالنګې کې ټرافیکي پېښه؛ ۵ کسانو ژوند بایللی او ۴۴ ټپیان دي

سالنګ لویه‌لار (2)

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي، سالنګ لویه‌لار کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۵ کسانو ژوند بایللی او ۴۴ نور ژوبل شوي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن (یکشنبه، قوس ۳۰) سلام‌وطندار ته وویل، د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر چپه شوی چې ۵ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ ټپیان شوي.

دی وايي، پېښه نن سهار شوې او دغه موټر له شمال څخه کابل ته روان وو.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مسوولان د پېښې رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام