د میدانوردګ امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوه جلا ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلاموطندار ته وویل، لومړۍ ټرافیکي پېښه د سیداباد ولسوالي په «شنیز» درې سیمه کې د یوه ټېلر او پاسو ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه وویل، دویمه ټرافیکي پېښه د همدې ولسوالي په «شیخ اباد» سیمه کې د یوه کروله ډوله موټر د لوړ سرعت له امله چپه شوی او پنځه کسان پهکې ټپيان شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسرار زیاته کړه، ټپيان د امنیتي مسوولانو او ولسي وګړو په مرسته نږدې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوې دي.
هېره دې نه وي چې روانه اوونۍ د کابل-کندهار پر لویه لاره د میدانوردګ په مربوطاتو کې د درې جلا جلا ټرافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوې دي.