د میدانوردګ امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د سیداباد ولسوالي په «لوړې» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله بس او کرولا ډوله موټر ترمنځ ټکر شوی چې په پایله کې ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د میدانوردګ امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلاموطندار ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ شاوخوا ۲بجې رامنځته شوې چې په پایله کې د یوې مېرمن په ګډون ۷ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه، ټپيان د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له لوري نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسرار وایي، پېښه د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د کابل-کندهار په لویه لاره ټرافیکي پېښې د پآم وړ زیاتې شوي دي او مسؤولین هم لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطي بولي.