د بدخشان ارګو ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۵ غړو ژوند بایللی.
د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار تېره ورځ جمعه وویل، دغه پېښه د ارګو ولسوالۍ «طرق» سیمه کې سړک څخه د موټر اوښتو په دلیل رامنځ ته شوې.
د یادې پېښې لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو بېاحتیاطۍ، د ټرافیکي قوانینو نه مراعتکولو او د سړکونو خراب وضعیت په دلیل رامنځ ته کیږي.