د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم یو میلیارد او ۱۰۸ میلیون ډالرو ته رسیږي.
دغه وزارت نن (یکشنبه، میزان ۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه ۳۰۴ میلیون ډالره ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې له مخې، افغانستان د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې بیا له پاکستان څخه د ۸۰۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي.
د ډبرو سکاره، مالوچې، پروسس شوې تالک ډبرې، مۍ، بادرنګ، لوبیا، تنباکو او عدس پاکستان ته د افغانستان د صادراتو مهم توکي جوړوي.
په مقابل کې یې له پاکستان څخه وریجې، سمنټ، درمل، رختونه، کچالو او نور توکي وارد کړي دي.