Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني کې د ښارګوټو دولتي اعلانېدل؛ «خلکو په پور او خوارۍ ځمکې اخیستي»

1000476430

د غزني ښار په شپږمه ناحیه کې د نواباد ښارګوټی  پر ۱۸۴۳ جریبه ځمکه، د غزني په سوېل‌ختیځ کې د حکیم سنايي ښارګوټی پر ۱۲۹۳ جریبه ځمکه او د غزني په سوېللویدیځ کې د سلطان محمود غزنوي ښارګوټی چې پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، د اسلامي امارت د غضب شویو ځمکو د مخنیوي کمیسیون له لوري دولتي اعلان شوي دي.

همدا رنګه د غزني د اجرستان، جغتو او جاغوري ولسوالیو کې سلګونه جریبه ځمکه هم دولتي اعلان شوې چې د ځینو یې د تثبیت کارونه هم روان دي.

د دولتي ځمکو په توګه د دې ښارګوټو اعلانېدل، که څه هم د ځینو خلکو له هرکلي سره مخ شوی، خو د سلګونو کورنیو لپاره چې په دې ښارګوټو کې ژوند کوي، جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د ښارګوټو اوسېدونکي وايي چې دوی دا ځمکې کلونه مخکې په خپلو شخصي پیسو اخیستې دي او اوس غواړي د خپلو کورونو د برخلیک په اړه وضاحت ترلاسه کړي.

د نواباد ښارګوټي اوسېدونکي حشمت الله د حکیم سنایي او محمد رحیم وایي: «خلک ډېر مغشوش دي او په ګډوډۍ کې دي. په دې ښارګوټو کې نه ځمکه خرڅېږي او نه جوړونه کېږي. د خلکو تکلیف باید روښانه شي چې اصلي وضعیت څه دی. موږ د دولت څخه راضي یو، خو دولت باید دې ته پام وکړي چې خلک پریشانه دي، ځینې له پور او قرض سره ځمکې اخیستې او ځینې بیا له بل ځایه ځمکه خرڅه کړې او دلته یې پانګه اچولې.»

حکیم سنايي وايي: «ډېر خلک د قرض، پس انداز او کلونو بهرني کار او سختۍ په تېرولو سره دا ځمکې په قانوني ډول اخیستې دي. اوس چې اعلام شوي چې دا ځمکې دولتي دي، خلک ژور اندېښمن شوي. موږ نه پوهېږو د خپلو کورونو او یو عمر پانګې برخلیک به څه وي. موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې زموږ غږ واوري، له خلکو سره خبرې وکړي او یوه معقوله حل لاره پیدا کړي چې هم قانون رعایت شي او هم د خلکو حقونه ضایع نه شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه کورنۍ چې په دې ښارګوټو کې ژوند کوي، د خپلو کورونو د ایستلو ویره لري، خو تر اوسه د دې په اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې.

د نواباد ښارګوټي اوسېدونکې شکریه وایي: «دا موضوع واقعاً د اندېښنې وړ ده او د نواباد اوسېدونکو ترمنځ لویه تشویش رامنځته شوي. شاوخوا نهه میاشتې کېږي چې دا موضوع خلکو ته رسېدلې او خلک ډېر اندېښمن دي. شایعه ده چې دولت وايي خلک دې خپل کورونه او ځمکې پرېږدي ځکه نواباد ساحه د دولت پورې اړه لري.»

له بل‌خوا د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ښارګوټو نامعلوم برخلیک د خلکو اقتصادي فعالیتونه هم اغېزمن کړي دي.

د غزني اوسېدونکی محمد رضا وایي: «لومړی، د ځمکې خرڅلاو بند دی، دویم، د کورونو ترمیم او جوړونه فعلاً درېدلې ده، حتی څوک خپلې کورونه او ځمکې کرایه یا گرو نه کوي. دا حالت د اقتصادي جریان مخه نیولې ده. کله چې خرڅلاو او جوړونه بند وي، د خلکو ګټه او اقتصادي جریان هم بندېږي.»

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي د خلکو د اندېښنو په ځواب کې سلام وطندار ته لیکلي چې اسلامي امارت د دولتي ښارګوټو ستونزو د حل لپاره په ځانګړې تګلاره کار کوي.

د هغه په خبره، کله چې وروستۍ پرېکړه وشي، د دولتي ځمکو اوسېدونکو سره د چلند او تعامل طریقه به هم ټاکل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام