Asset 1SWN

افغانستان نن له ارجنټاین سره د فوټسال نړیوال جام کې لوبېږي

Afghanistan-Portraits-FIFA-Futsal-World-Cup

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه، سپټمبر ۱۸مه د فوټسال نړیوال جام کې د ارجنټاین فوټسال ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه ۷:۳۰ بجې د اوزبیکستان د تاشکند په «هومو ارېنا» لوبغالي کې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا د یاد جام په سي ګروپ کې د افغانستان دویمه لوبه ده. افغانستان خپله لومړۍ لوبه له انګولا ګټلې.

افغانستان دا مهال په سي‌ ګروپ کې په یوې بریا او درېوو امتیازونو له ارجنټاین وروسته د جدول دویم ځای کې شتون لري.

ارجنټاین فوټسال ملي لوبډلې هم خپله لومړۍ لوبه له اوکراین څخه ګټلې. دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان د فوټسال نړیوالې اتلې لوبډلې، ارجنټاین سره سیالي کوي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که افغانستان دغه لوبه وګټي، د یاد نړیوال جام بل پړاو ته لاره پیدا کړي. افغان فوټسال لوبډله به خپله وروستۍ ګروپ پړاو لوبه له اوکراین سره وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام