Asset 1SWN

برادر تجارانو ته: له پاکستان مو کارونه راټول کړئ

ملا برادر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ټولو سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې پاکستان کې خپل قراردادونه د درېوو میاشتو په موده کې راټول او د یاد هېواد پر ځای دې نورو هېوادونو څخه توکي راوارد کړي.

نوموړي نن چهارشنبه، لړم ۲۱مه کابل کې د یوې ناستې پرمهال وویل چې پاکستان په وار وار د سوداګرۍ پرمخ لارې تړلي او په وینا یې، د دواړو هېوادونو سوداګر یې، زیانمن کړي چې دوی اړ شوي ورته پرېکړه وکړي.

هغه همداراز د هېواد صنعت‌کارانو، سوداګرو او د مالیې محترم وزارت ته هم سپارښتنه کړې چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې ولټوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې خبري ناسته کې ټينګار وکړ، که پاکستان د لارو بېرته پرانېستل غواړي، نو بشپړ تضمین دې ورکړي، څو لارې بېرته بندې نه‌کړي.

 برادر زیاته کړه چې د روغتیا برخه کې له هېواد په کلنۍ کچه د میلیونونو ډالرو وتلو اصلي لامل له پاکستان څخه د بې‌کیفیته درملو واردول دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام