Asset 1SWN

د زابل شملزو اوسېدونکي: ولسوالي کې مو ښوونځي ودانۍ نه‌لري

IMG-20241031-WA0003

د زابل د شملزو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې شته ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل چې له همدې امله دغه ولسوالي له دولسم ټولګي کومه دوره فارغ زده‌کوونکي هم نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شملزايي د زابل سوېل ته له مرکز کلات ښاره په ۱۶۴ کیلومتري کې پرته ولسوالي ده چې خلک یې، د نورو ولسي ستونزو ترڅنګ، د پوهنې په برخه کې هم شکایتونه لري.

دوی وايي، که مسوولان د پوهنې برخې ته جدي پاملرنه ونه‌کړي، ټول تنکي ځوانان او ماشومان به یې له عصري زده‌کړو محروم پاتې شي.

د شملزو ولسوالي اوسېدونکو سردارولي وویل: «دلته کابو ۷۰سلنه ماشومان له زده کړو محروم پاته دي دلته باید دتعلمي برخي لپاره پوره هڅه وشي.»

د یادې ولسوالي اوسېدونکي محمدشریف هم وویل: «اول خو ټول زابل د معارف برخه کې له ستونزو سره مخ دی؛ په ځانګړي ډول د شملزو، ولسوالي دلته تراوسه موږ یو متوسطه ښوونځی هم نه‌لرو، لېسیې خو بیخي نشته په شلمزو ولسوالي کي، موږ د معارف په برخه کې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لرو، دلته تراوسه شل نفره هم له دولسم ټولګي څخه ندې فارغه شوي.»

د زابل د پوهنې ریاست مسوولان د شملزو ولسوالي د اوسېدونکو شکایتونه تاییدوي، خو تر ډېره یې پړه پر مخکیني حکومت اچوي.

د زابل د پوهنې رییس مولوي ګل‌ولي متقي وویل، شملزو او د دغه ولایت نورو ولسوالیو کې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره یې، د پوهنې وزارت چارواکو سره خبرې کړي او تمه لري چې ولسي غوښتونو ته به رسېدنه وشي.

هغه وویل: «رښتیا هم موږ په ټول زابل کي د مکاتبو د تشکیل له کموالي سره مخامخ یوو. تېرو نظامونو کې د دې ولایت د تشکیل حق نورو، ولایتونو ته ورکړل شوی. اوس موږ کوښښ کوو چې دوی ته مکاتب، مدرسې او محلي صنفونه ورته برابر کړو؛ شلمزو کې موږ یوازې ۹بابه مکاتب لرو، خو ودانۍ نه‌لري. یوازې چهار دیوالۍ لري. موږ خېمې ورکړي، موږ په دې اړه، د پوهنې او سرحداتو وزارتونه په جریان کي اچولي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شلمزو ترڅنګ، د زابل د نورو لرې پرتو ولسوالیو ماشومان او تنکي ځوانان هم د بېلابېلو دلایلو له مخې ښوونځيو ته له تللو محروم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام