Asset 1SWN

سلام وطندار

یوشمېر مېرمنې: کم عمر کې زېږون د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي

زنان-افغان-qwpfb3gd4pubqdnkif3cgp2bi8nafivhadojc9wps8

د ملګروملتونو د نفوس صندوق «UNFPA» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې هره ورځ شاوخوا ۲۰زره کم عمره مېرمنې زېږون کوي.

په راپور کې راغلي چې هر کال ۷۰زره تنکي ځوانان مخ پر ودې هېوادونو کې د اومېندوارۍ پرمهال د اختلاطاتو له امله مړه کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان کې یوشمېر مېرمنې چې په کم عمر کې یې، زېږون کړی، وايي، له بېلابېلو جسمي او روحي ناروغیو سره مخ شوي دي.

د دوی په وینا، په کم عمر کې واده او د ماشومانو راوړل، د مور او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. ذکیه چې ۱۶کلنۍ کې یې، واده کړی، سلام‌وطندار ته وویل، کم عمر کې د ماشومانو راوړل، دا له ډېرو ستونزو سره مخ کړې.

نوموړي وویل: «ما په ۱۴کلنۍ کې واده وکړ او په ۱۶کلنۍ کې مې یو ماشوم زېږولی او د امیندوارۍ پرمهال مې په لومړی ماشوم کې ډېر رنځونه لیدلي. کله چې مې ماشوم پیدا شو، زه له ډېرو ستونزو سره مخ وم، ځکه چې عمر مې کوچنی و، حتا بې‌هوښه شوم، او دا ممکنه وه چې خدای مه کړه ، یا زه یا مې ماشوم مړ شي. ډاکټرانو ډېره هڅه وکړه، خدای راسره مرسته وکړه او ما د ژوند فرصت بیا پیدا کړ. کله چې مور او پلار یوه لور لویه‌ وي، دوی باید خپله لور قانوني عمر کې واده کړي، که نه نو هغه به له ډیرو ستونزو سره مخ شي.»

بل‌خوا مریم هم په کم عمر کې ماشوم راوړی، دا وايي چې د عصابو او وینې کمښت سره مخ دي. «په کوچني عمر کې واده کول، د انسان په عصابو اغېز کوي؛ ډېر ژورخپګان پیدا کوي؛ ډېرې خبرې دي؛ ناروغېږي. همداوس کم‌خونه یم او د ژورخپګان تکلیف لرم او د اعصابو هم. هر ډاکټر ته چې ورځم، وايي، کم عمر کې دې واده کړی او دا ډېرې ستونزې لري.»

کم عمر کې زېږون نه‌یوازې جسمي، بلکې روحي ناروغۍ هم مېندو ته پیدا کوي. ارواح‌پوه سوېتا حبیبي وايي، هغه مېرمنې چې له وخت وړاندې زېږون کوي، ښايي له ژورخپګان او نورو رواني ستونزو سره مخ شي.

هغې وویل: «مېرمنې چې له ځانګړي سن او ۱۸کلنۍ وړاندې حمل اخلي، په خپل د اضطراب او سترېس لامل کېږي. ایا دوی د ماشوم له مسوولیت وتلی شي یا دا چې له کومو ستونزو سره مخ کېږي؛ دا په خپله لامل کېږي چې یو کس اضطراب سره مخ شي.»

د نسايي-ولادي برخې ډاکټره عابده رها وايي، کله چې مېرمنې کم عمر کې واده کېږي او زېږون کوي، د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کوي. «دې عمر کې په خپله د نجلۍ وده پخه شوې نه‌ده او خپله د ودې په حال کې ده. کله چې دا مېرمن حمل اخلي، یعنی د بدن اړتیاوې یې، بشپړې نه‌دي او دا خپله مغذي موادو ته اړتیا لري او کله چې حمل اخلي، ماشوم او مور ته سمه غذا نه‌رسېږي چې هم مور او هم ماشوم نه‌تغذیه کېږي. یو خطر یې، دا دی چې کم‌خونه کېږي، کم‌خوني خپله د مور او ماشوم د مړینې لامل دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له ۲۰ تر ۳۵کلنۍ د ښځو ترمنځ د زېږون لپاره ښه وخت بلل کېږي چې دې عمر کې ښځې له جسمي او رواني اړخه زېږون ته اماده وي او د ښځې او ماشوم پروړاندې کوم خطر نه‌وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام