Asset 1SWN

لوګر کې د اوبو مدیریت درې پروژې ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې

abe2f0c4-8672-4467-96ef-00020a62d8e9

 د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وایي چې د لوګر په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې د اوبو مدیریت اړوند درې پروژې د شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل مرکزي حوزې رییس انجینیر محمدعارف مومند وویل، دغه پروژو کې د سرخاب د اوبو ذخیروي بند د حفظ او مراقبتې چارو د بشپړېدو ترڅنګ په محمداغې ولسوالي کې د ډاګ کلا چکډم او په آزرې ولسوالۍ کې د پنځه کڅ چکډم د جوړولو پروژې شاملې دي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخوا جوړ شویو مراسمو ته د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور د سرخاب د اوبو ذخیروي بند د هېواد په کچه له مهمو او تاریخي بندونو څخه یاد کړ.

هغه وویل چې د دغه بند د حفظ او مراقبتي پروژې له بشپړېدو سره ٩ میلیونه مترمکعبه اوبه ذخیره کړي دي چې ورسره به ٩ زره کورنیو د اوبو نشتون ستونزه هم هواره شي او ٣ زره جریبه هکتاره کرنیزه ځمکه به هم خړوبه کړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، راتلونکي کال کې به د لوګر خوښۍ ولسوالي د آبتک اوبو بند د جوړولو چارې پیل شي او د خروار ولسوالۍ د اوبو بند د ساتنې برخه کې به د دوېم او درېم فاز د جوړیدو چارې هم پيل شي.

جوړو شویو مراسمو ته د لوګر ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، دغه پروژې د اوبو مدیریت برخه کې ځانګړی اهمیت لري او له ولس څخه یې غوښتنه وکړه چې د یادو پروژو په ساتنه کې له دولت سره همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېره دې نه وي چې د اوبو او انرژۍ وزارت لوړو چارواکو لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې راتلونکې کال کې به د سولري برېښنا برخه کې هم ګټورې پروژې پلې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام