Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې درې ټولګټې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

e016ce68-9b9d-40a6-b522-be5092450907

د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې درې پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو چارو رییس مولوي جنت‌ګل سراج وویل چې په یادو پروژو کې د لوګر ـ ګردېز لويې لارې د ګارډریلونو جوړول، د ترافیکي نښو لګول او د التمور لوړ تناژ تلې لپاره د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي سړک جوړول شامل دي.

د سراج په وینا، پر دغو پروژو ټول‌ټال ۹.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او دغه لګښت د ټولګټو چارو وزارت له لوري برابر شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه‌راز، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور په مراسمو کې وویل چې د اسلامي ارشاداتو پربنسټ، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره شپه او ورځ هڅې روانې دي.

نوموړي له ولسه وغوښتل چې د پراختیایي پروژو د عملي‌کېدو په برخه کې له دولتي ادارو او نړیوالو بنسټونو سره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام