Asset 1SWN

پکتيا کې په ۳۰۰زره ډالرو د درېوو پروژو چارې بشپړې شوې

IMG-20250806-WA0012

د ګردېز ښاروالي د ښاري حکومتوالۍ امر سیدصابر صديق وايي چې د ګردېز ښار اړوند سيمو کې د شاوخوا ۳۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت درې پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

په دغو پروژو کې کانګریټي سړکونه، کانګريټي ویالې او محافظوي دیوالونه شامل وو چې د یونپس موسسې او نړيوال بانک په مالي ملاتړ بشپړې شوي دي.

صدیق همداراز وویل چې دامهال په مرکز ګردېز کې د لسګونه نورو رغنیزو پروژو چارې هم روانې دي چې په لنډه موده کې به یې چارې بشپړي او ورسره به د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ګردېز ښار اوسېدونکي د یادو پروژو په بشپړېدو خوښي څرګندوي، خو د نورو ورته پراختیايي پروژو پر پلي‌کېدو هم ټینګار کوي.
د ګردېز ښار  یوه اوسېدونکي حلیم سلام‌وطندار ته وویل چې تر دې وړاندې يې په سيمه کې سړکونه خام و چې خلک له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي و.
هغه وويل دا مهال د ښار اړوند نورو سيمو کې هم ډېر کوڅې او سړکونه خراب او خام دي چې ښاروالي يې بايد د جوړيدو لپاره هڅې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام