Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

بدخشان-qq68n6dxuzqcsujiyh6x1e6m06nd5vbq6uoej1sayw

د بدخشان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په خواهان ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د بدخشان امنیې قومنداني ویاند احسان‌الله کامګار نن «پنج‌شنبه، چنګاښ اوومه» سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه د خواهان ولسوالي په حوض شاه کلي کې رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې پېښه د یوه پیک‌اپ موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې چې موټر کې د ناستو شپږو کسانو له امله درې یې مړه او پاتې درې یې ټپیان شوې دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د ټرافیکي پېښو له امله کسان مړه او ټپیان شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ډېری ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه د سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا په ګوته شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام