Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې درې کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیـول شوي

پکتیا نشه‌يي توکي

د پکتـيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه درې کسان د جاني‌خېلو ولسـوالي د نشه‌یي توکو پر ضد منسوبـینو له لوري نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسانو غوښـتل چې يوه اندازه چرس له اریوب‌ځاځـيو ولسـوالي څخه خوست ته انتقال کړي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې د شاهراه کنډک منسوبینو د کشفي معلوماتو له مخې، هغه بار‌وړونکې مازده ډوله موټر هم نیول شوی چې یوه زیاته اندازه بې‌کیفیته مالګه په‌کې بار وه او پکـتيا ته لېږدول کېده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسـته، اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

پکتیا کې داسې مهال د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول کېږي چې سرپرست حکومت په هېواد کې د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق بند کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام