د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د ښځینه متشبثینو له لوري درې نوي تولیدي شرکتونه جوړ او په رسمي ډول یې فعالیت پیل کړی دی.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي، سلاموطندار ته وویل چې دغه شرکتونه د کورنیو خوړو د تولید، لاسي قالینبافۍ او زراعتي پروسس په برخو کې فعالیت کوي.
صدیقي زیاتوي چې په یادو درې شرکتونو کې ټولټال ۲۸ ښځې په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوختې دي چې ۲۰ د غالۍ اوبدلو، ۴ د کورنیو خوراکي موادو په تولید او ۴ نورې د وچو مېوو په پروسس کې کار کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دامهال په لوګر کې له ۴۰ زیات تولیدي شرکتونه او فابریکې په مختلفو سکتورونو کې فعالیت لري چې پهکې د PVC پایپ تولید، سبد جوړونه، ساختماني توکي، خوراکي مواد او معدني اوبه شامل دي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست له ملي پانګوالو او متشبثینو غوښتنه کړې، چې د موجودو فرصتونو په ځانګړي ډول د دې ولایت د صنعتي پارکونو څخه پراخه ګټه پورته کړي.