Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني کې درې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

س

د غزني محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه پروژې چې درې سړکونه په‌کې شامل دي، د نړېوال بانک په مالي لګښت د درې مياشتو په موده کې جوړ شوي او په رسمي توګه پرانيستل شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غزني ښاروالي د تخنيکي سکتور امر فضل احمدمدني وايي، د «خواجه بقال» په سيمه کې د درې سړکونو د جوړولو کار د ۹۰۰ مترو په اوږدوالی او ۶ مترو په پلنوالي، د لس ميليونو افغانیو په لګښت بشپړ شوی او د ګټې‌اخيستنې لپاره سپارل شوی دی.

د دغو سړکونو د جوړېدو په بهیر کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او له بشپړېدو سره يې له درې سوه زياتې کورنۍ د ښار له مرکزي برخې سره ونښلول شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام