د جوزجان ځایي مسوولان وايي چې د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې ورځنی ملي نندارتون پرون یکشنبه، مرغومې اوومه، د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کې پیل شوی دی.
دغه نندارتون د «سيکارام احمدي» د بازارموندنې خدماتي شرکت او د «حقمل» د نندارتونونو خدماتي شرکت له لوري، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ، جوړ شوی دی.
د نندارتون مسوول مسعوداحمد حقمل وايي چې د دې نندارتون د جوړولو موخه د کورنيو توليداتو د کارولو دود پياوړی کول او د ملي محصولاتو د پېژندنې او بازارموندنې زمينه برابرول دي.
د هغه په وينا، په دې نندارتون کې ۶۰ غرفې جوړې شوي چې پهکې له بېلابېلو ولايتونو څخه د څه باندې ۸۰ ډولو کورني محصولات او توليدات نندارې ته کېښودل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زياته کړه چې د هېواد دننه د توليدي ظرفيتونو معرفي، د کورنيو محصولاتو د بازار پياوړتيا او له وارداتو د اتکا کمول، د دې نندارتون اساسي موخې دي.
په همدې حال کې د جوزجان والي ګلحيدر شفق د شته امنيت او د حکومت له لوري د سوداګرو او توليدوونکو د ملاتړ يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې په هېواد دننه پانګونه کولی شي، افغانستان د ځان بسياينې پر لور بوځي.
د هغه په وينا، حکومت تل د کورنيو توليداتو ملاتړ کوي.
د مسوولانو په وينا، دغه نندارتون به د دوو نورو ورځو لپاره هم د جوزجان د اوسېدونکو پر مخ پرانيستی وي، تر څو خلک وکولای شي له کورنيو محصولاتو او توليداتو څخه ليدنه وکړي.
د يادونې وړ ده چې د نندارتون ګډونوالو د ويناوو له پای وروسته د نندارتون له بېلابېلو غرفو او نندارې ته کېښودل شويو توکو څخه هم ليدنه وکړه.