Asset 1SWN

هرات کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

71fc6ae0-8cf0-4035-bff3-e98fc9e7a843

هرات کې د افغانستان زعفرانو نړیوال مرکز کې د کتابونو مطالعې او دود لپاره درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی دی.

یاد نندارتون دوشنبه، سلواغې ۱۵مه پیل شوی او درې ورځې به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد نندارتون جوړونکي وايي چې دغه نندارتون یې، یاد ولایت کې د کتاب لوستنې دود غوړولو او د افغنستان زعفرانو نړیوال مرکز کې د ځوانانو پوهاوي کچې لوړولو لپاره جوړ کړی دی.

د یاد نندارتون یوه جوړونکي غلام فاروق محمودي سلا‌وطندار ته وايي چې دې نندارتون کې بېلابېل ادبي، علمي، ښوونیز او فرهنګي کتابونه نندارې ته کېښودل شوي دي.

په ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر امر حمیدالله غیاثي په ټولنه کې د کتاب لوستلو فرهنګ غوړولو لپاره مثبت ګام بولي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې یوه اوونۍ وړاندې هم دغه ولایت کې د یوې اوونۍ لپاره د سړک پر غاړه د کتابونو نندارتون جوړ شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام