د کونړ د څوکۍ ولسوالي «بابړو» سیمه کې ماشومانو د هندواڼو په پالیز کې د مږو لپاره په زهري موادو ککړ چپس او هندواڼه خوړلې چې له امله یې درې ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.
د کونړ د ولایتي روغتون مشر ډاکټر مولاداد نن (یکشنبه، جوزا ۲۵) سلاموطندار ته وویل، تېره ورځ مازیګر مهال څلور ماشومان په بد حالت کې ور وړل شوي وو چې دوو یې روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه د مالوماتو له مخې، درېیم ماشوم د ننګرهار حوزوي روغتون کې ژوند بایللی او د څلورم وضعیت یو څه ښه دی او دامهال د ننګرهار حوزوي روغتون کې بستر دی.
دا لومړی ځل دی چې کونړ کې په زهیري موادو د ککړو خوړو له امله ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.