کندهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د ۴۸زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درېوو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه چکډېمونه د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان په تخنیکي همکاري جوړېږي.
یاد چکډېمونه به د کندهار په ښکته میوند اغامیر او جومن سیمو ترڅنګ د نېش ولسوالي د باغي اغا په سیمه کې جوړ شي.د کندهار کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي، د یادو چکډېمونو چارې به د ۴۵ کاري ورځو په موده کې په اساسي او پاخه ډول بشپړې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د نېش ولسوالي د باغي اغا چکډېم به د ۸۰زره، ښکته میوند ولسوالي د اغامیر چکډېم ۵زره او ښکته میوند جومن دښتې چکډېم د ۴.۵زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت ولري.
هغه زیاته کړل د یادو چکډېمونو د جوړېدو څخه موخه د سیمې بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو راکمول، د باراني اوبو راټولول او مهارول، د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړول، د سېلابي اوبو مخنیوی، د کاریزونو او اوبو سرچینو پیاوړي کول او د سیمهییزو خلکو د اوبو ستونزو حل ته لاره هوارول دي.
د یادونې وړ ده چې یوه ورځ وړاندې کندهار ښکته شاوليکوټ ولسوالي کې هم د کرنې ریاست په هڅو او اروپایي ټولني او سیمهییزو خلکو په مالي ملاتړ، د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چکډېم چارې پیل شوې وې.