د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه، د کندهار کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشري او د طبیعي سرچنیو امریت په تخنیکي همکاري، د کندهار درېوو ولسوالیو کې د یوه چکډېم جوړولو او دوو نورو چکډېمونو د پاتې کارونو د بشپړولو چارې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د کندهار د طبیعي سرچینو امریت انجینیر نورمحمد همکار وایي: «د یادو درېوو چکډېمونو څخه یو چکډېم په لوړ شاولیکوټ ولسوالي، مزاربابا سیمه کې د ۲.۸ میلیونه افغاني په لګښت په اساسي او معیاري ډول نوي جوړیږي. ترڅنګ یې دوه چکډیمونه په ښکته شاولیکوټ جرګي کلي او زېړۍ ولسوالي کمپونو ته څېرمه سیمه کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دویم ځل لپاره رغول کېږي چې د درېوو واړه چکډیمونو چارې اوس په رسمي ډول پیل شوې.»
تمه ده چې تر راتلونکو درېوو میاشتو پورې به د یادو چکډېمونو ټولې ودانیزې چارې بشپړې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال انجینیر همکار زیاتوي چې د لوړشاولیکوټ ولسوالي مزاربابا چکډېم تر جوړېدو وروسته به شاوخوا ۲۵زره متره مکعب، ښکته شاولیکوټ ولسوالي جرګي کلي چکډېم به ۳۰ زره متره مکعب او زېړۍ ولسوالي چکډېم به ۲۵زره متره مکعب اوبو ذخیرهکولو ظرفیت ولري.
د نوموړي په وینا، د جوړېدو په ودانیزو چارو کې یې لسګونو سیمهییزو او مسلکي کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
دغه چکډېمونه د وچکالي پر وړاندې مبارزه، د سیلابونو او زیانونو مخه نیول، تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړول، په لرېپرتو سیمو کې د څښاک او کرنیزو ځمکو لپاره اوبه برابرول او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ دی.