Asset 1SWN

درېوو ادارو باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس‌لاکر لګولو تړون لاسلیک کړ

GPS

د ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ترمنځ په هېواد کې د ډاډمن ټرانزیټ او پانګونې جذب په موخه باروړونکو موټرو کې د ځیرک قلفونو لګولو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون نن چهارشنبه، تلې ۱۸مه کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال لاسلیک شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه تړون له مخې، د خوندي او ډاډمن ترانزيټ، د پانګوالو جذب او هغوی ته د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه، په باروړونکو موټرو کې ځیرک قلفونه «جي‌پي‌اېس‌لاکر» لګول کېږي.

د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، ځیرک قلفونه (جي‌پي‌اېس‌لاکر) هغه برښنايي قلفونه دي چې د نړیوال موقعیت پیداکولو سېسټم (جي‌پي‌اېس) څخه په استفادې، په باروړونکو موټرو کې لګول کېږي او د سوداګریزو توکو د خوندیتوب، لګښتونو د کمېدو او ترانزیټ د ودې لامل ګرځي.

د مسوولانو په وینا، د دغه ملي او بنسټیزې پروژې د پلي‌کېدو چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

چارواکو همدرازا ټينګار کړی چې ځیرک قلفونه سوداګرو سره مرسته کوي، څو د خپلو سوداګریزو توکو د موقعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

همدارنګه له ټاکل شوي مسیر څخه د نقلیه وسیلې د انحراف په صورت کې دغه سېسټم د نقلیه وسیلې نوی موقعیت په ډاګه کوي او د سوداګریزو توکو له غلا څخه مخنیوی کوي.

بل‌خوا په دې ناسته کې د پُستي کود او پتې د پراختیا ملي برنامې پرانیسته وکړه او د هېواد په کچه د پُستي خدمتونو لپاره، د نوي شپږ رقمي پُستي کود د پلي‌کېدو په اړه هم معلومات ورکړل شول.

دغه شپږ رقمي کود د نړیوالې پُستي اتحادیې لخوا تایید شوی چې له دې وروسته به په ملي او نړیوالو پُستي خدمتونو کې ګټه ور څخه پورته کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه ۱۴۰۵ پُستي کودونه په پام کې نیول شوي چې د هېواد ټولې سیمې به یې، تر پوښښ لاندې راشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام