په ننګرهار کې د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو او جلالاباد ښار کې مجهز سیمهییز ټولګي جوړ شوي چې زرګونه زدهکوونکو ته یې د عملي عصري زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
دولس کلن شعیب او ماریه د ننګرهار د روداتو ولسوالي اوسېدونکي دي چې د یوې مرستندویه موسسې په مرسته جوړ شوي محلي ټولګي کې زدهکړې کوي.
دوی وایي خوښ دي چې په سیمه کې ورته د عصري زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
شعیب وویل: «زه په شپږم ټولګي کې یم او مونږ به په کتاب کې په نظری شکل درس ویلې اوس دلته دا ټابلیټ دي او کمپوټرونه دي، دې کې یو برنامه ده په دې هر مشکل حلولی شو په دې کې د انګلش ،پښتو، ریاضي ، جغرافیه، ټولنیز هر یو مضمون دې کې شته دی او مونږ خپل مشکل د ایډیټیک له لارې اسانه حل کولای شو.»
ماریه وايي: «د دې صنفونو څخه مونږ ډره زیاته ګټه اخیستې ده ځکه دلته درس عملي دی او د درس اړوند ویډیو کانې او تصویرونه راته ښایي او درس عملي دی او داسې صنفونه باید په هر ځای کې جوړ شي چې هر کس ترې استفاده واخلي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته مهال د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د یاد ریاست تر چتر لاندې ۲۲ مرستندویه موسسو په هغو سیمو کې مجهز سیمه ییز ټولګي فعال کړي چې تر دې وړاندې د زدهکړو بهیر له مشکلاتو سره مخ وو.
د دغو ټولګیو تدریس د ٦٨٤ نارینه او ښځينه ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي چې د زدهکوونکو د زدهکړو پر کیفیت او پرمختګ یې د پام وړ بدلون راوستی دی.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د اثاثي او ثانوي زدهکړو عمومي مدیر نظیفالله میاخېل وایي: «په دغه شپږ سوه څلور اتیا ټولګیو کې نهه زره نهه سوه دولس هلکان شاګردان او او پنځلس زره نهه سوه شل انجونې زده کوونکې له مونږ سره دي چې ټوټل په ننګرهار کې له مونږ سره څلورویشت زره څلور شوه دوه څلویښت تنه دي.»
د ننګرهار د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په ۸۱۶ ښونځيو کې څه باندې اته لکه نهه اوویا زره زده کوونکي پر زدهکړو بوخت دي چې له دې ډلې يې ۳۹۱۵۲۱ نجونې او ۴۸۷۹۶۸ یې هلکان دي.