Asset 1SWN

زرګونه اسراییلیانو د غزې نیولو پرېکړې پر ضد لاریون کړی

اسراییلیانو لاریون

د غزې ښار نیولو په تړاو د اسراییل د امنیتي کابینې د پلان او غزه کې د جګړې پراخولو پر ضد زرګونه اسراییلیانو تېره ورځ لاریون کړی او ورسره یې د برمته شویو کسانو د تبادلې غوښتنه کړې.

د راپورونو پر اساس، د برمته شویو اسراییليانو د کورنیو غړو د دغه لاریون په ترڅ کې هڅه کړې چې له تل‌ابیب سره نښلېدونکې لارې بندې کړي، خو پولیسو یې مخنیوی کړی.

لاریونونه د هغې ټولنې له لوري شوي چې غړي یې غزه کې د برمته شویو اسراییلیانو خپلوان دي.

دوی څرګنده کړې چې د غزې د جګړې پراخول به برمته شوي اسراییلیان له خطر سره مخ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسراییل کې دغه لاریونونه یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې د اسراییل امنیتي کابینې د غزې ښار د نیولو طرحه تصویب کړه.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د تېرې جمعې په ورځ وویل، د تایید شوې طرحې پر بنسټ به اسراییل هغو سیمو کې چې جګړه په کې نشته، ملکي وګړو ته بشري مرستې وړاندې کړي.

د غزې ښار د ټولې غزې ۲۵ سلنه برخه جوړوي چې تراوسه د اسراییل پوځ تر کنټرول لاندې نه‌ده راغلې او د پناه‌غوښتونکو څو کمپونه هم په کې شاملیږي.

د راپورونو پر اساس، ښايي د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو سره د غزې ښار چې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان په کې مېشت دي، تخلیه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام