د لوګر د کار او ټولنېزو چارو ریاست مسوولان وایي د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې شاوخوا ۷۰۰ بېسرپرسته ماشومانو ته د روزنې او پالنې زمینه برابره کړې.
د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست ریيس جان محمد طالحه سلاموطندار ته وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مالي ملاتړ په مرکز پلعلم کې د بېسرپرست ماشومانو لپاره درې روزنتونونه پرانیستلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
طالحه زیاته کړه، په یادو روزنتونونو کې د دوه سوه نجونو په ګډون ۷۰۰ بې سرپرسته ماشومانو ته د روزنې او پالنې زمینه برابره شوې ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، یادو ماشومانو ته په بېلابېلو روزنتونونو کې د پوهنې وزارت نصاب مطابق د ښوونځي مضامین تدریسیږي او د لیلیې لپاره یې هم اسانتیاوې برابرې شوي دي.
ده همدارنګه په کورنیو او نړیوالو مؤسساتو غږ وکړ چې د یادو ماشومانو د ښې پالنې لپاره له کار او ټولنیز چارو ریاست سره همکاري وکړي.
پلعلم کې د «مولانایعقوب څرخي» روزنتون مدیر عبدالقهار سلام وطندار راډيو ته وویل، په دغه روزنتون کې ۱۵۰ تنه بې سرپرسته ماشومان تر روزنې او پالنې لاندي دي.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم د کار او ټولنېزو چارو ریاست ورته تر خپلې وسې اسانتیاوې برابرې کړي دي، خو دغلته شته اسانتیاوې بې سرپرسته ماشومانو ته بسنه نه کوي.
ده وویل، کار او ټولنیزو چارو وزارت ته پکار ده چې په مرکز پل علم او ولسوالیو کې بې سرپرست ماشومانو ته د روزنې او پالنې ځانګړې معیاري ودانۍ جوړې کړي.
باید وویل شي چې د تیرو څو لسزیزو جنګ جګړو له امله هیواد کې زرګونه ماشومان معیوب، معلول او بې سرپرسته شوي دي او اړتیا لیدل کیږي چې شته نظام او نړیواله ټولنه یې لاسنیوی وکړي.