د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په سوېلي وزیرستان کې له وسلهوالو سره د نښتو پرمهال څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ رسنیو څانګې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سرتېري له وسلهوالو سره په نښته کې وژل شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د نښتې پرمهال پنځه وسلهوال هم وژل شوي دي. د پاکستان پوځ وايي چې سیمه کې یې، د وسلهوالو لهمنځه وړو لپاره عملیات پیل کړي دي.
پاکستان کې د وروستیو میاشتو پرمهال وسلهوالې نښتې او بریدونه زیات شوي چې تر ډېره پوځيان په نښه کېږي.
د دغه هېواد بلوچستان او خېبرپښتونخوا دوه هغه ایالتونه دي چې د نورو سیمو په پرتله پهکې د ناامنۍ خبرونه ډېر خپرېږي.