د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۵ شنو خونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه شنې خونې د بدیل معیشت پراختیایي بودیجې له لارې جوړېږي چې موخه یې، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د میکانیزه کرنې پراختیا او د کوکنارو بدیل اغېزمنه کرنه ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یادې شنې خونې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت په همکارۍ، د یوه خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي مرسته، په شپږو ولسوالیو کې د شپږ میلیونه او ۴۴۰زره افغانیو په ارزښت جوړېږي.
ښکته میوند، لوړ میوند، ژېړۍ، ډنډ، دامان او پنجوایي هغه ولسوالي دي چې یادې شنې خونې به پهکې جوړې شي. د معلوماتو له مخې، هره خونه به د ۱۸۴زره افغانیو په ارزښت جوړه شي چې ۲۰متره اوږدوالی او شپږ متره پراخوالی ولري.
د شنوخونو ترڅنګ به د اوبو ذخیره کولو لپاره داسې سېسټم هم جوړ شي چې د ۱۲۰۰ لیټره اوبو ظرفیت ولري.
د کرنې د پراختیا متخصص انجنیر ایمل حکیمي وايي چې د دې شنوخونو جوړولو موخه د بزګرانو لپاره په یخ موسم کې د کار زمینه برابرول، د سبو حاصلاتو زیاتول، او د کوکنارو پر ځای د اغېزمنې کرنې هڅونه ده.
نوموړي وویل چې د دې پروژې په پليکولو سره به د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي او میکانیزه کرنې ته به پراختیا ورکړل شي.
تر دې دوه اوونۍ وړاندې هم په کندهار کې د اتو شنوخونو جوړېدو چارې پیل شوې وې چې د بزګرانو ملاتړ او د کوکنارو بدیل لپاره اغېزمنې کرنې ته وده ورکړي.