د کندهار په میوند ولسوالي کې د ۱۰۶زره امریکايي ډالرو په لګښت د ملالۍ په نوم کانال چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد کانال د پرانېستېدو مراسمو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو سربېره د کندهار محلي مسوولانو هم ګډون کړی وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت تخنیکي مرستیال مولوي صدراعظم دې مراسمو ته وویل، دغه کانال د ۱۰۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ملګروملتونو د پراختیايي سازمان UNDP په مالي مرسته رغول شوی دی.
هغه وویل، دغه کانال دوه نیم کیلومتره اوږدوالی لري چې د جوړولو پرمهال یې ۶۰ کسانو ته د درېوو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.
د نوموړي په وینا، د کندهار مرکز کې هم د ۴ کیلومتره په اوږدوالي سره د ۸۵۲زره ډالرو په ارزښت د «پنجاب» کانال جوړولو چارې پیل شوې.
مولوي صدراعظم وویل: «د میوند چینې کلې کې دغه کانال دوه نیم کیلومتره جوړ شوی چې د اوبو د ضایعاتو مخه به تر ډېره ونیسي. موږ نن د یو بل کانال (پنجاب) د اساسي رغونې چارې هم پیل کړې چې د کندهار ښار د شپږمې حوزې څخه پیل بیا تر پنجوايي ولسوالۍ پورې رسیږي. دا کانال ۴ کیلومتره په پاخه ډول جوړیږي چې پر دې پروژه ۸۵۲ زره امریکايي ډالر لګښت راځي او دا هم د UNDP لهخوا ورکول کېږي.»
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت تخنیکي مرستیال زیاته کړه چې سږکال یې د موسسو په همکارۍ له وري میاشتې راپه دې خوا پر بېلابېلو پروژو ۱۲۰ میلیونه ډالر لګولي چې د ځينو پروژو غنیزې چارې لاهم روانې دي.
د کندهار د اقتصاد رییس ملا عبدالسلام بریالي بیا وايي، د «پنجاب» کانال چې له مرکزه تر پنجوایي ولسوالۍ رسیږي، شاوخوا ۲۵ زره جریبه ځمکه خړوبوي او تر ډېره د اوبو د ضایعاتو مخنیوی کوي.
هغه د خلکو پر اقتصاد د دغه کانال د مثبتو اغېزو په اړه وویل: «د پنجاب له کانال څخه په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۹زره کسان ګټه اخلي چې دا د هغوی د اقتصاد لپاره یو ستر ګام دی، نو د دغسې کانالونو په اساسي ډول جوړونې سره نهیوازې چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی کېږي، بلکې دا پر کرنه مسقیم مثبت اغېز لري او کرنه هم ورسره میکانیزمه کېږي.»
د سیمي اوسېدونکي هم خوښ دي چې دا ډول چارې يې په کلیو کې ترسره کیږي، خو د لا زیاتو ورته رغنیزو چارو د تطبیق غوښتنه کوي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ د «چینې» کلي اوسېدونکي حاجي امیر وویل: «دا کانال زموږ لپاره ډېر ګټور شو، اوس به د ۴۰ سلنه ضایع کېدونکو اوبو مخه ونیول شي، موږ په میوند کې دغه یوه چینه لرو چې ډېره لږ ځمکه خړوبوي، موږ دلته د یوه بند لپاره ډېره ښه ساحه لرو که دا بند راته وتړل شي د میوند ټولې ولسوالي ته به یې ګټه ورسېږي او د اوبو سطه به رالوړه شي.»
د کرنې وزارت مسوولانو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د اوبو مهارولو په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم، د هېواد په ټولو ولسوالیو کې یو یو چکډېم جوړیږي.