Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا د ایران یوه ډرون ویشتلې

Irans-Revolutionary-Guard-commander-warns-the-US-his-force-has-its-finger-on-the-trigger-scaled-e1769287407487

یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د متحده ایالاتو پوځ یوه ایرانۍ ډرون چې د «ابراهام لینکلن» د الوتکو وړونکو بېړۍ ته نږدې شوی و، په هوا کې نسکوره کړې ده.

د راپورونو له مخې، یاد ډرون چې شاهد-۱۳۹ نومېده، د الوتکو بېړۍ پر لور روانه وه او د امریکا د اف-۳۵ جنګي جېټ‌الوتکې له‌خوا ویشتل شوې.

په ورته وخت کې، اسرایلي رسنیو ویلي چې تل‌ابیب د ایران او امریکا ترمنځ د دې بېړۍ د شاوخوا روانو کړکیچونو څارنه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، د بریتانیا د «ونګاردتک» د سمندري امنیت شرکت راپور ورکړی چې څو ایراني توغندي لېږدونکې بېړۍ د یوې امریکايي تېلو لېږدونکې «استناایمپراتیو» کښتۍ ته نږدې شوي او ورته یې د درېدو امر کړی. دغه پېښه د هرمز تنګي په شمال عمان کې، شاوخوا ۱۶ سمندري میله واټڼ کې رامنځته شوې.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ په عرب سمندر کې کړکېچونه او د سمندري امنیت وضعیت لاهم حساس پاتې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام