Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا سیمه کې د خپلو ګټو او وګړو پر ضد د لاریونونو خبرداری ورکړی

امریکا بهرنیو چارو وزارت

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر ایران د برید له امله ښايي منځني ختیځ کې د امریکا ګټو او یا وګړو پر ضد لاریونونه وشي.

امریکا خپلو وګړو ته له احتیاطه د کار اخیستلو سپارښتنه کړې او ویلي، منځني ختیځ کې د هوايي حریم تړل کېدو له امله، د امریکايي اتباعو پر ضد د لاریونونو او د سفر ځنډېدو احتمال شته.

د اسراییل ایران جګړه کې د امریکا له ښکېلتیا وروسته، منځني ختیځ کې وضعیت تر پخوا لا ډېر ترینګلی شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


که څه هم ایران تراوسه د امریکا بریدونو پر وړاندې عملي اقدام نه دی، خو ویلي یې دي، امریکا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړې ده، د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو برید سره یې، د ملګرو ملتونو له منشور، نړیوال قانون او د اټومي وسلو د مخنیوي تړون څخه سرغړونه کړې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د ایران په سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو د امریکا برید وحشتناکه دی او ناوړه پایلې به ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام