Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګروملتونو هېواد کې ۱۴۷زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي

روغتیايي برخې ملاتړ

د ملګروملتونو د نفوس صندوق اعلان کړی چې د «افغانستان ځانګړي اماني صندوق» په مالي ملاتړ یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۴۷ زره او ۵۴۵ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي چې دغه خدمات د اومیندواره مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او د کورنیو د عمومي روغتیا په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

د راپور له مخې، دا خدمات د هغو روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوي چې د ملګروملتونو تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په راپور کې راغلي چې په لروپرتو سیمو کې مېرمنو او ماشومانو ته د اړینو روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.

ملګروملتونو زیاته کړې چې دغه روغتیايي مرکزونه د ټولنې تر ټولو زیانمنو قشرونو ته بنسټیزې درملنې رسوي چې په‌کې په کور دننه بې‌ځایه شوي کسان، راستنېدونکي کډوال او کوربه ټولنې شاملې دي.

د راپور له مخې، دا هڅې د روغتیايي تشو د ډکولو او د بشري اړتیاوو د کمولو په موخه روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام