Asset 1SWN

سلام وطندار

د کرکټ شل‌اوریز نړیوال جام سیالۍ نن پیل شوې

HAaHyHiXQAEgFeo

د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړیوال جام سیالۍ نن د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شوې.

د سږکال نړیوال جام سیالیو کې ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په D ګروپ کې له کاناډا، نیوزیلنډ، سویلي‌افریقا او متحده عربي اماراتو سره لوبې لري.

د دغو سالیو لومړۍ لوبه اوس ۱۰ بجې د پاکستان او هالنډ ترمنځ پیل شوه او له غرمې وروسته ۲ بجې به د سکاټلنډ او ویست انډیز او د ماښام په ۶ بجو به د هند او امریکا ترمنځ لوبه ترسره شي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ۱۰ بجې د هند په چینای ښار کې د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام