Asset 1SWN

د میرویس اشرف او نصیب‌خان کاري مودې وغځول شوې

GXsEb4gXMAE0hoU

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د یاد بورډ مشر میرویس اشرف او اجراییه رییس نصیب‌خان کاري مودې د راتلونکو درېوو نورو کلونو لپاره غځول شوې دي.

کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، وږي ۲۸مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د رییس‌الوزرا د ۸۲۰مې ګڼې حکم پر بنسټ، د افغانستان کرېکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف کاري موده د یوې بلې کاري دورې (۳کلونو) لپاره غځول شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کرېکټ بورډ زیاته کړې چې د یاد بورډ د مشر په توګه د نوموړي بیا ټاکل، د دغه بورډ د اساسنامې له مخې تمدید شوی دی.

کرېکټ ټينګار کړی چې دغه پرېکړه د افغانستان کرېکټ بورډ کې د اداري اصلاحاتو، د کورني کرېکټ پراختیا او د اسانتیاوو بې‌ساری پرمختګ او د ملي لوبډلې تاریخي لاسته‌راوړنو ته په کتو نیولې شوې.

کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د رییس‌الوزرا د مقام له لوري ښاغلي اشرف ته په ورسپارل شوې دنده کې د لا ډېر توفیق او بریاو هیله شوې او هیله یې څرګنده کړې چې نوموړی به په یاده موده کې د افغانستان کرېکټ معیار لا لوړ کړي او هېواد کې به د کرېکټ ودې ته لا ډېر کار وکړي.»

د افغانستان کرکټ بورډ د اساسنامې له مخې، د اجراییوي رییس نصیب‌خان کاري موده هم د درې نورو کلونو لپاره د بورډ له‌خوا غځول شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کرېکټ بورډ د دې پرېکړې لامل لاسته‌راوړنو کې د نوموړي نه ستړې‌کېدونکې هلې ځلې بلل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام