Asset 1SWN

هیلې او خنډونه؛ د درېوو معلولو نجونو د بریالیتوب کیسې

8-HlImlG0ZLAihCmN

ځوانان په ټينګ هوډ سره کولای شي، له هر خنډ او ستونزې تېر او بریالیتوب ته ورسېږي. هېواد کې ټولنیزې او حقوقي ستونزې ښايي د هر ځوان لپاره ستونزمنې وي، خو معلول کسان له دې ستونزو سربېره، د معلولیت بار هم زغمي، څو خپلو موخو ته ورسېږي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې د درېوو معلولو ځوانانو د بریالیتوب او هڅو ارزونه کړې چې له ستونزو او خنډونو سره سره یې، ښې لاسته‌راوړنې هم درلودلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مریم چې پر سترګو نابینا ده، په یوه خصوصي پوهنتون کې یې، د لېسانس تر کچې په دري ادبیاتو کې لوړې زده‌کړې کړې دي. هغه وايي، د کانکور ازموینه کې یې هم ګډون کړی دی. هغه وايي، هیلې او هدف یې، تر دې ځایه رسولې.

هغه وايي: «له کور تر ښوونځي ډېره لاره وه، کله کله به مې لاره کې له موټرو سره مخامخ کېدم، ستونزې ډېرې وې. د موټر حمله مو درلوده او کله به چې کور ته نږدې ښکته کېدم، نو زنګ مې واهه، کور ته او یو کس به راپسې راته. ماته ویل شوي و چې معلولانو ته د کانکور ازموینه نشته، بیا مې ډېره هڅه وکړه او له وزارت مې امر راوړ.»

مریم زیاتوي چې نړۍ یې، نه‌‌ده لیدلې، خو احساس کوي چې نړۍ ښکلی ځای دی. هغه وايي، فکر کوي چې مور به یې، ډېره ښکلې وي. «غواړم مور مې ووینم او ټول یې، صفت کوي چې ماشالله ډېره ښکلې ده. زه هم تصور کوم چې ښکلې به وي.»

سلیمه او عاطفه دوه خویندې دي او نړۍ ته معلولې راغلې دي. دوی په پښو او لاس معلولې دي. یادې خویندې سلام‌وطندار ته وايي، د زده‌کړو پروړاندې د ستونزو له امله یې، ونشوای کړای چې د ښوونځي زده‌کړې وکړي، خو په وینا یې، د فعالیت لپاره یې، نورې لارې لټولې دي. دوی دواړه اوس دیني مدرسې ته ځي او هره ورځ ۳۰ زده‌کوونکو ته قران‌الکریم ورزده‌کوي.

سلیمه وايي: «د تره لورګانې مې ما او خور مې رسوي. په ول‌چر کې به تلو، باران او واوره به وه. کله به چې واوره او باران و، ښوونځي ته به نه‌تلو او له زده‌کړو به پاتې کېدو.»

سلیمه وايي چې غوښتل یې، انجینیر شي، خو هېواد کې وروستیو تحولاتو ورڅخه دا هیله واخیسته. «اوس ۳۰ زده‌کوونکو ته قران ورزکوو. راتلونکې کې مې غوښتل انجینیره شم. نورو معلولانو ته مې پیام دا دی چې ناهیله نه‌شي، هڅه دې وکړي او ځان دې یو چېرته ورسوي.»

۲۰کلنه عاطفه هم وايي، غواړي چې یوه لویه مدرسه جوړه کړي. «تګ مې نشوای کولای د عصابو تکلیف راته پیدا شوی. له خور سره مې یوخای تللم زده‌کړو ته. هیله لرم چې له دې تکلیفه ورغېږم او غواړ درس ووایم او هیله مې دا ده چې یوه لویه مدرسه جوړه کړم.»

بل‌خوا د سره صلیب ویاند پروېز احمد فیضي سلام‌وطندار ته وايي چې شاوخوا ۸۰۰ معلول کارکوونکي لري او له نورو سره اوږه په اوږه یو شان کار کوي.

نوموړي وویل: «دا مهال ۸۵۸ کارکوونکي، ۷۴۳ معلول دي چې د دې پروګرام ۸۷سلنه د کار بشري ځواک جوړوي. دوی همکارانو د ادارې اهدافو کې مرسته کړې او د منظمو حقوقو په ترلاسه کولو سره یې، د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ کړی دی.»

د  شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مسولان بیا وايي چې دغه وزارت سره ۶۵۰زره معلول، یتیمان او کونډې ثبت دي او حقوق یې، توپیر لري.

د یاد وزارت ویاند فیصل خموش وویل: «تراوسه له ټولو ولایتونو راټولی شوی شمېر شپږ نیم لک ته رسېږي، معلولان، یتمان او کونډې دي. مجاهد معلولان هم په‌کې شامل دي او د مخکیني حکومت ملکیان، سرتېري او پوځیان هم شامل دي، ټول ثبت دي او هره میاشت ورته معاش ورکول کېږي. طبیعي ډول معلولان چې د ناروغۍ یا ټرافیکي پېښو له امله معلول دي، ثبت دي او معاش هم ورکول کېږي. نظامي برخه کې معلولو ته امتیاز دی، له ۱۵ تر ۲۰زره ورکول کېږي. د معلولیت بڼې ته په کتو امتیاز ورکول کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ډسمبر درېیمه د معلولیت له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۱۹۲ کال کې دغه ورځ د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله. دغه ورځ د معلولیت اړوند مسایلو ښه پېژندنه، د معلولانو ملاتړ، د دوی حقوقو ته درناوی او معلولانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه نمانځل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام