Asset 1SWN

سلام وطندار

له مصنوعي ځیرکتیا سره د هنګامې جمشیدي د بلدتیا کیسه!

AI-rjbudondfheteiht5sy65tycrjljeuguvy9xunf7ns

هنګامه جمشیدي یم د حقوق پوهنځي زده‌کړیاله او اوس په یوه انلاین پوهنتون کې کار کوم. مصنوعي ځیرکتیا سره څو کاله وړاندې اشنا شوم. هغه مهال چې د تحصیلي بورسیې اخیستلو لپاره مې اقدام وکړ.

د يوې تحصيلي بورسيې د غوښتنليک له شرطونو څخه يو هم د سپارښت‌ليک (توصيه‌نامې) برابرول و. د همدې سپارښت‌ليک د ليکلو لپاره ما له خپل یوه ملګري څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه د مصنوعي ځيرکتيا (هوش مصنوعي) د اسانتياوو او ګټو په اړه معلومات راکړل او د اړوند پلاتفورم د پېژندنې او کارونې لپاره يې يو لينک راسره شريک کړ.

که څه هم په لومړيو کې له دې نوې ټکنالوژۍ سره زما بلدتيا کمه وه او ان ښايي دومره مثبت نظر مې هم نه‌درلود، خو د لومړۍ تجربې پرمهال له يوې داسې پديدې سره مخ شوم چې د بې‌ساري سرعت او ځواک لرونکې وه. همدلته زما د مصنوعي ځيرکتيا سره اشنايي پيل شوه.

يو ساده اړتيا، يعنې د سپارښت‌ليک ليکل، د دې لامل وګرځېد چې له داسې بشري ټکنالوژۍ سره بلد شم چې د ټکنالوژۍ په تاريخ کې کم‌سارې بلل کېږي. دا اشنايي زما د ژوند د يو نوي پړاو پيل و. د وخت په تېرېدو سره، هره ورځ زما پوهه او تجربه له مصنوعي ځيرکتيا سره زياتېږي او زه ترې په بېلابېلو پروګرامونو او چارو کې ګټه اخلم.

ورسره، د دې ټکنالوژۍ د اسانتياوو او امتيازونو په اړه زما درک هم پراخ شوی دی. خو د ګټو ترڅنګ، د مصنوعي ځيرکتيا له بې‌حده او غيرمنظم کارونې سره تړلې ستونزې او منفي پايلې هم يو نه انکارېدونکی واقعيت دی. د دې نوې ټکنالوژۍ ځوان کاروونکي بايد دا موضوع جدي ونيسي او له مسؤولانه او سنجول شوې کارونې څخه کار واخلي.

که څه هم مصنوعي ځيرکتيا سره زما بلدتيا د يوې سپارښت‌ليک د اړتيا له امله پيل شوه، خو ورو ورو د دې ټکنالوژۍ کارونه زما د ورځني ژوند يوه برخه وګرځېده. اوس زه له مصنوعي ځيرکتيا څخه په پراخه کچه ګټه اخلم او دا ټکنالوژي زما لپاره د يو همکار او تل‌لاسرسي لارښود بڼه خپله کړې ده. هڅه کوم چې په خپل کاري او مسلکي مسير کې ترې په سمه توګه استفاده وکړم.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سره له دې، دا اړينه ده چې دې ټکي ته هم پاملرنه وشي چې د مصنوعي ځيرکتيا بې‌رويه کارونه او د ټولو چارو سپارل دې ټکنالوژۍ ته، د انسان د خلاق فکر او انتقادي روحيې د کمزورېدو لامل کېدای شي. دا اندېښنه په ځانګړي ډول د ځوان نسل په اړه جدي ده، ځکه چې نن سبا ځوانان په پراخه کچه له دې ټکنالوژۍ کار اخلي او دا بهير ښايي د هغوی پر استعداد او د خلاقيت پر غوړېدو منفي اغېز وکړي.

له همدې امله، ځوان نسل او د دې نوې ټکنالوژۍ نوي کاروونکي بايد د مصنوعي ځيرکتيا د کارونې په طريقه او د هغې د استعمال په موخو کې تر ټولو لوړه کچه دقت وکړي، څو له منفي اغېزو څخه خوندي پاتې شي. ځوانان کولی شي د روښانه او سمې موخې له مخې او په يو منظم ډول له مصنوعي ځيرکتيا ګټه واخلي.

دا ټکنالوژي په ځانګړي ډول د ژبو زده‌کوونکو لپاره د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړې دي. هر څوک کولای شي د خپلې خوښې ژبه د دې ټکنالوژۍ په مرسته په لږ وخت او له ډېر سرعت او دقت سره زده‌کړي. خو دا هم بايد له ياده ونه باسو چې د مصنوعي ځيرکتيا پر معلوماتو بشپړ او مطلق باور مناسب نه‌دی، بلکې بايد د انتخابي او انتقادي چلند له مخې ترې استفاده وشي.

د خلاق فکر او انتقادي روحيې ساتل يو بنسټيز اصل دی. له بده‌مرغه، ځينې وختونه ليدل کېږي چې محصلان خپلې څېړنيزې او علمي چارې په بشپړه توګه دې پلاتفورم ته سپاري، چې دا يو اندېښمنوونکی بهير بلل کېږي او جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام