Asset 1SWN

د هغې مور کیسه چې د خپلو اولادونو لپاره د نورو کورونو کې کار کوي

8d94344f-5821-449b-99a3-5697d0551297

د کابل ښار د «یک‌توت» سیمې د کور د انګړ په یوه کونج کې یوه ښځه له غم ډکه څېرې سره د تنور مخته ولاړه ده؛ داسې لکه د دې پروړاندې چې ستونزو او غمونو دیوال جوړ کړی.

هغه د تنور د ګرمولو لپاره د کاغذ او لرګیو څخه کار اخلي. یاده مېرمن اړه ده چې د نورو لپاره د ډوډۍ پخولو سره د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

۴۵کلنه ګل‌ غوټۍ وايي، د خپلو شپږو ماشومانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره هر ډول کار وکړي.

د جمهوري نظام ړنګېدو څخه مخکې هغې په یوې دولتي اداره کې کار کاوه او اوس یې، خپله دنده له لاسه ورکړې.

ګل غوټۍ هڅه کوي چې ماشومان یې د پلار نشتوالی احساس نه‌کړي؛ د هغې خاوند ژوندی دی؛ خو له څلورو کلونو راهیسې د خپل پلرني مسوولیت څخه تښتېدلی او ایران کې یوازې ژوند کوي.

نوموړې وویل: «یا د کالیو وینځلو یا ډوډۍ پخولو او کله چېرته کار، خو اوس ډېره ستړې شوې یم او دردېږم، خو تسلیم نشوم او اولادونو سره مې مرسته وکړه.»

ګل‌ غوټۍ هر سهار د ژوند له دروند فشار سره خپل ورځ پيلوي، خو هڅه کوي چې که څه هم په ښکار وي، وخاندي او ځان د ژوند له دې سختیو څخه لږ څه بې‌غمه احساس کړي.

په حسرت سره د هغو کلونو یادونه کوي چې په نظامي تعلیمي مرکز کې د صفاکارې په توګه کار کاوه؛ هغه کار چې که څه هم ساده نه و؛ خو عاید یې د ژوند دوام ورته اسانه کړی و.

د ګل‌ غوټۍ لپاره د ورځې پیل له هیلو او اندېښنو سره مل وي؛ هیله لري چې نن به څوک د پخولو لپاره ورته اوړه راوړي او یو څو افغانۍ به هم ترلاسه کړي. «سهار دعا کوم چې مسلمانان به لږ ډوډۍ راوړي او روزګار به مې ښه شي، ښه عاید نه‌لرم، روزګار مې خراب دی، خو بیا هم ولاړه یم د مجبوریت له مخې، خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوم.»

ګل‌ غوټۍ هره ورځ  له ۱۲ تر ۱۳ کورنیو لپاره ډوډۍ پخوي؛ خو دا شمېر تل نه‌وي. دې ټولو زحمتونو سره هره ورځ ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانۍ ګټي، دغه اندازه پیسې د اووه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه‌دي. «د ورځې لس تر پنځلس کسان اوړه روړي، بیا هم اقتصاد خراب دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تنګسیې نه یوازې ګل غوټۍ ستړې کړې؛ بلکې د هغې د ماشومانو پر ژوند یې هم دروند سیوری غوړولی دی. د هغې ماشومان له کلونو راهیسې له زده‌کړې څخه بې‌برخې دي.

سره له دې چې ګل‌ غوټۍ له بې‌سوادۍ څخه رنځ وړي او دا یې د اوسني ژوند د ستونزو لامل ګڼي؛ خو د عاید کموالي له امله، ان نه‌شي کولی چې د خپلو ماشومانو د زده‌کړو لګښتونه پوره کړي.

هغې وویل: «اولادونو  مې زده‌کړې نه‌دي کړي او اقتصاد مو ښه نه‌دی. قلم، کتابچه او لباس ته یې، رسېدی نشم، همدومره کولای شم چې لاس مو چاته اوږد نه‌شي، همدومره ورته کولای شم.»

د ستونزو پروړاندې د کلونو مقاومت، ګل‌ غوټۍ کمزوره کړې؛ خو بیا هم د ژوند له سختیو سر مبارزه کوي. ورته مهمه نه‌ده چې ناروغه وي، یوازې دا ورته مهمه ده چې ماشومان یې وږي پاتې نه‌شي.

وايي، هغه لږ عاید چې لري باید په ډوډۍ ولګول شي، نه په درملو. «څه ډول ډاکټر ته لاړ شم، همدومره کېږي چې د اولادونو ګذاره مې پرې وشي.»

دغه ستونزې په داسې حال کې د ګل‌ غوټۍ ژوند ته ورغلي چې خاوند یې یا د بې‌وسۍ یا هم د نورو لاملونو له ‌مخې، د پلار د مسوولیت منلو ته تیار نه‌دی او ګل غوټۍ یې د ژوند په مبارزه کې یوازې پرېښودلې ده.

نوموړې وویل: «څلورم کال دی چې ایران ته تللی او د خپلې خور په‌ کور کې دی او ټولې ستونزې یې، ماته راپرېښي، خاوند مې بې‌مسوولیته کس و، که له اول تر اخره بې‌مسوولیته نه‌وو، ژوند به داسې نه‌وای.»

ګل‌ غوټۍ د هغو ورځو په پای کې چې کار لري هم اندېښمنه وي؛ اندېښنه یې دا ده چې شاید سبا کوم کار ونه‌لري. «دې ته فکر کوم چې کومه ورځ تنور نه‌وي، یا د خلکو کور کې کار نه‌وي، زه او اولادونه به مو څنګه شو؟ خو کله چې ویده کېږم، تر سهاره پر همدې فکر کوم چې څه وکړم.»

هغه ستونزې چې ګل‌ غوټۍ یې لري، د هغې ژوند ته بله مانا ورکړې؛ د نوموړې ژوند په بې‌وزلۍ، اړتيا او یوازيتوب کې تېریږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام