سلاموطندار د هنر برخه کې له ۲۳ ځوانانو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، دغه ځوانان له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د مرکو پرمهال ځوانانو ویلي چې مالي ملاتړ نهلري، ټولنه کې ورته پام نهکېږي او د کار وسایلو ته د نهلاسرسي ترڅنګ، د خپلو اثارو پلور ته بازار هم نهلري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې مرکو کې له بېلابېلو ولایتونو ۱۳ نجونو او لسو هلکانو ګډون کړی. د یادو کسانو له ډلې، ۱۲ د انځورګرۍ، اووه د رسامي او څلور د خطاطي برخه کې فعالیت لري. دوی وايي، د شته ستونزو له امله یې، خپل توکي په انلاین بڼه پلور ته وړاندې کړي او ورته بازارموندنه کوي.
۲۱کلنه کلثوم د کابل اوسېدونکې ده او څلور کاله کېږي چې انځورګري کوي. دا وايي، د کار لپاره یې، د امکاناتو نشتون، ټولنیز او فرهنګي محدودیت، دغه برخه کمرنګه کړې. «د هنري اثرونو لپاره چاپېریال محدود شوی؛ ټولنیز او فرهنګي محدودیتونه او لومړنیو توکو ته محدود لاسرسی او له هنرمندانو نهملاتړ، لامل شوی چې فعالیتونه مو وځنډېږي.»
د کابل اوسېدونکی ۱۸ کلن سمیر چې د انځورګرۍ برخه کې کار کوي، وايي، د سرپرست حکومت لهخوا د لګول شویو محدودیتونو له امله، د ټولنې د ننګونو او ناڅرګندو مسلو په انځورولو کې له ستونزو سره مخ دی. «دوی زما ګالري ته راغلل او له ما یې وغوښتل چې په ګالري کې ژوندۍ انځورونه ونهلرم؛ «ځکه چې د دوی په وینا، د ژوندي موجوداتو انځور منع دی؛ دوی حتی زما ګالري د دوو اونیو لپاره وتړله او زه یې نجونو ته د هنر له تدریس څخه منع کړم.»
د پنجشېر اوسېدونکی وزیرمحمد چې ۱۸ کاله عمر لري، وايي، د پلور بازار نشتون له امله یې، ډېری هنري اثار لهمنځه تللي دي. «ډېری هنرمندان اقتصادي ستونزې او پروژې نهلري؛ د نندارتونونو او بازار نشتون هم لویه ستونزه ده.»
د لوګر اوسېدونکې انځورګره تمنا وايي: «تر ټولو ستره ننګونه د مالي ملاتړ او پلور بازار نشتون دی او همداراز د ټولنې له لوري د هنر نهمنل دي.»
په دغه راپور کې مرکه شویو ویلي چې له شته ستونزو سره سره، بیا هم خپل کار ته دوام ورکړي او د انلاین بازار له لارې خپلو هنري اثارو ته د بازارموندنې هڅې کوي.
د کابل اوسېدونکې خاطره چې له اتو کلونو راهیسې انځورګري کوي، وايي، له دې لارې غواړي چې خپلو اثارو ته بازار پیدا کړي. «انلاین بازار یو ښه فرصت دی او هنرمندان کولای شي، له دې لارې خپل اثار پلور ته وړاندې کړي او مینوال ورته پیدا کړي.»
د لوګر اوسېدونکی ۱۸کلن احمدمسلم چې د خپلې انځورګرۍ او خطاطۍ ته د بازارموندنې لپاره مجازی نړۍ غوره کړې، وايي: «انلاین زموږ اثار خلکو ته د رسېدو لپاره ډېر څه کولای شي؛ کولای شي نوي لیدونکي ومومي او حتی د عاید سرچینه شي.»
د هنر برخې کارپوهان وايي چې د هنرمندانو نه ملاتړ به د افغانستان د هنر او تاریخ د ورکېدو لامل شي. انځورګر او رسام مسعود عزیزي وايي: «له هنر پرته، نوښت کمېږي، اړیکې سطحي کېږي او کسان باید د خپلو احساساتو بیانولو کې له ستونزو سره مخ شي، ټولنه کې چې هنر نهوي، له رواني او ټولنیز اړخه زیان ویني.»
د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران وايي چې دغه وزارت هڅه کوي، څو د هنرمندانو د هنر ودې او شته ستونزو حل لپاره کار کوي. «هڅه مو دا ده چې د هنر برخه کې هغه بنسټونه چې کار کوي، ورسره همغږي رامنځته کړو، هڅه کوو چې د هنرمندانو ستونزې حل کړو، دوامداره مو نندارتونونه جوړ کړي.»
هنرمندان داسې مهال د دوی پروړاندې له ستونزو غږېږي چې د تېرو څه باندې درېوو کلونو پرمهال پر زدهکړو د محدودیتونو له امله ډېری نجونو او هلکانو رسامي او انځورګرۍ ته مخه کړې.