Asset 1SWN

فرانسه کې د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالیو پیل

The-2024-Summer-Olympics-hosted-by-France-opened-qrq4lm9le7jn2paa1xmqetoil682k15mg90si8g688

د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالۍ پرون د فرانسې په پاریس ښار کې پرانېستل شوې او ټاکل شوې چې درې اوونۍ دوام وکړي. د المپيک د نړيوالې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې به د ٢٠٦ هېوادونو د بېلابېلو لوبو څه باندې لس‌نیم زره لوبغاړي برخه واخلي.

د دغو لوبو پر مهال به ۳۲۹ د سرو زرو مډالونه لوبغاړیو ته ورکړل شي او د سرو زرو لومړی مډال هم نن د نېزه‌ویشتنې برخه کې د چین یوه لوبغاړي خپل کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سږ کال د المپیک په سیالیو کې د درېوو ښځینه لوبغاړیو په ګډون، شپږ افغان لوبغاړي چې یوازې درې نارینه‌ یې د ا.ا د سرپرست حکومت له لوري ورپېژندل شوي، د افغانستان استازولي کوي.

د سرپرست حکومت د بدني روزنې او سپورټ ادارې رییس احمدالله وثیق وايي، په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ درېوو نارینه لوبغاړیو برخه اخیستې ده. هغه زیاتوي چې په دغو سیالیو کې د المپیک د ملي کمېټې یوشمېر مسوولان هم ګډون لري.

د جودو برخې یو افغان لوبغاړی صمیم فیض‌زاده چې د پاریس په المپیک سیالیو کې یې د ۸۱ کیلوګرامه وزن په لرلو سره برخه اخیستې، سلام‌وطندار ته وویل چې په لوړه انګېزه یې په یادو سیالیو کې ګډون کړی دی.

دغه لوبغاړي زیاتوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیولی او شپږ میاشتې وړاندې یې له کبله کورنټین شوي دي. هغه به د جولای په دېرشمه له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.

صمیم زیاتوي: «که څه هم موږ، په تېره ما په افغانستان کې چندان ښه شرایط نه لرل، خو تمه ده چې موږ به په لوړه انګېزه په یادو سیالیو کې د لوبو ډګر ته ورشوو. ما سره اوس د خپلو هېوادوالو اندېښنه ده. دا نور پنځه لوبغاړي هم ښه انګېزه لري. اوس زموږ ټول تمرکز پر دې دی چې څرنګه سیالي او مبارزه وکړو، څو افغانستان ته مډالونه وګټوو.»

د بدني روزنې او سپورټ ادارې رییس هم هیله څرګندوي چې افغان لوبغاړي په دغو سیالیو کې ښې لاسته‌راوړنې او د افغانستان لپاره ویاړونه ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د المپیک نړیوالې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، صمیم فیض‌زاده د جودو، یولدز هاشمي او فرېبا هاشمي د بایسیکل ځغلولو، کېمیا یوسفي او شاه‌محمود نورزی د منډو او فهیم انوري د لامبو وهلو په سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي.

د دې ترڅنګ، پنځه نور افغان لوبغاړي د المپیک نړیوالې کمېټې د پناه‌غوښتونکو ډلې په چوکاټ کې په یادو سیالیو کې برخه اخیستې ده. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام