د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د محمداغې ولسوالي لوېدیځ لور ته پر زر جریبه ځمکه دویم صنعتي پارک جوړېږي.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس مولوي شبیراحمد صدیقي سلاموطندار ته وویل، د یاد پارک جوړېدو لپاره نن سهشنبه (۲۵ مرغومې) له کابل څخه راغلي بلاوي په ملتیا په محمداغې ولسوالي زر جریبه ځمکه تثبت او ځانګړې کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یاد صنعتي پارک د جوړیدو ټول پلان وروستی شوی او ډېر ژر به یې د عملي جوړیدو چارې پيل شي.
صدیقي وايي، په یاد صنعتي پارک کې به لسګونه صنعتي فابریکې جوړې شي او افغان پانګوالو ته به د هېواد په کچه د پانګونې ښه فرصتونه برابر شي.
د هغه په وینا، په محمداغې ولسوالي کې د لومړي صنعتي پارک د جوړیدو چارې چې په مخکیني حکومت کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه کې پيل شوې وې، لومړی فاز چارې یې بشپړې شوې دي او په راتلوونکي نوي کال کې به پانګوالو ته د ځمکې وېش عملي چارې پيل شي.
هیره دې نه وي چې د لوګر په محمداغې ولسوالي کې له نن څخه کابو دولس کاله وړاندې د مخیکني حکومت پر مهال د لومړي صنعتي پارک د جوړېدو چارې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د ۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې وې، خو تراوسه د یاد صنعتي پارک کارونه ندي بشپړ شوي.