د سالنګ لویه لار چې د هېواد د شمال او مرکز ترمنځ د ترانزیت تر ټولو مهمه لاره بلل کېږي، د سختې واورې او توپان له امله نن سهشنبه، مرغومې نهمه، د ټولو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
د پروان د والي ویاند سیدحکمتالله شمیم سلاموطندار ته ویلي چې د ناوړه هوايي شرایطو او د برفکوچ د خطر له امله د وسایطو تګراتګ ناشونی شوی او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه دا لاره تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.
په ورته مهال، د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس هم سلاموطندار ته ویلي چې د سالنګ لویه لار نن سهار په ۲:۴۰ بجو د ټولو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ټینګار وکړ چې ښاریان دې له اصلي لارو دې سیمې ته حرکت نهکوي، ځکه شونې ده چې دا لار تر نن شپې پورې هم بنده پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې د سالنګ لویه لار د هېواد د شمالي او مرکزي ولایتونو ترمنځ د توکو د لېږد او د خلکو د تګراتګ اساسي مسیر دی.
د دې لارې تړلکېدل کولی شي په لنډمهاله ډول د لومړنیو او خوراکي توکو د انتقال او سوداګریزو راکړو ورکړو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.