د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د کانکرېټ اچوونې له امله د باروړونکو او مسافروړونکو لویو موټرو د تګراتګ پرمخ تړل شوې.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن پنجشنبه، وږي لومړۍ نېټه سلاموطندار ته وویل چې دغه لویه لاره د کانکرېټ اچوونې چارو پیله په دلیل نن سهار راهیسې تړل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یوازې کوچني َ«تېزرفتاره» موټر سالنګ کې پر ځانګړې شوې لارې تګراتګ کولای شي او لوی مسافروړونکي او باروړونکو موټرو ته د پنجشېر خاواک او بامیان شیبر کوتل له لارې په پام کې نیول شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند که څه هم سلاموطندار ته دا ونهویل چې یاده لویه لاره به تر کله د لویو موټرو پرمخ تړلې وي، خو ټينګار یې وکړ چې د لارې خلاصون هوا او د کانکرېټ چارو چټکتیا پورې تړلې.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د سالنګ بدیلې لارې هم د وروستیو سېلابونو له امله خرابې شوې چې د یاد وزارت په وینا، هڅه کوي چې بېرته یې ورغوي.
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو او ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او هره ورځ سلګونه باروړونکي او مسافروړونکي لوی او کوچني موټر پر دې لارې تګراتګ کوي.