Asset 1SWN

د سلام‌وطندار د سروې پایلې؛ ځوانان د کلاسیک او مُډرن ژوند ګډه بڼه خوښوي

عمومی به زبان پشتو-07

سلام‌وطندار له مډرن او کلاسیک اړخه د ځوانانو د ژوند سبک ارزونې په موخه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې سروې کړې چې دې سروې کې ۵۴۵ نجونو او هلکانو ګډون کړی دی.

 د سروې پایلې ښيي چې ډېری ځوانان په خپل ژوند کې د عصري او کلاسیک سبکونو د یو ځای کېدو په لټه کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په سروې کې په هر اړخیزه توګه د ځوانانو د ژوند سبک ارزونې په موخه ۵۵۴ ځوانانو ته د کورنيو پرېکړو، پوښاک، د خوړو، موسیقي، د کورني جشنونو او په کلاسیک او عصري توګه د دندې اړوند پوښتن‌لیکونه وېشل شوې وو.

په دې سروې کې د ۵۵۴ ځوانانو له ډلې، ۵۱.۸ سلنه یې، ګډو دودیزو او عصري جامو سره لېوالتیا لري او ۵۶.۵ سلنه یې، دودیز او مډرن خوړو ته لېواله دي، په داسې حال کې چې ۳۴.۸٪ له دودیزو جامو او ۲۸.۵٪ له دودیزو خوړو سره مینه لري.

د سروې ۱۳.۴سلنه عصري لباسونو او ۱۵سلنه هم نویو خوړو لکه فسټ‌فووډ په څېر خوړو سره مینه لري.

د کابل اوسېدونکی محمد چې له دوديزو او عصري جامو سره مينه لري، وايي: «زه دواړه سبکونه خوښوم؛ که عصري جامې یا زړې جامې وې، په دې وخت کې، هرڅوک ډیری نوي جامې اغوندي؛ خو دودیزې جامې هم زموږ د هېواد د کلتور برخه ده او زه یې خوښوم.»

په سروې کې د ځوانانو ورځني ژوند اړوند د پرېکړو نیونې بڼه هم ارزول شوې چې ۷۴.۳سلنه ګډونوالو ویلي، د کورنۍ پرېکړې د کورنۍ د غړیو په مشوره نیسي. ۱۹.۷سلنه ویلي چې دا پرېکړې باید د کورنۍ مشران ونیسي او یوازې شپږ سلنه ګډونوالو په ډاګه کړې چې خپله په یوازې توګه غواړي چې دغه پرېکړې وکړي.

د کابل اوسېدونکې شبنم وايي: «ښه ده چې پرېکړې د کورنۍ او دوستانو په مشوره وشي؛ ځکه چې دوی ښه مشوره ورکوي؛ ځکه دوی تجربه لري.»

د سلام‌وطندار د سروې پایلې ښيي چې د کورني جشنونو او دندې ټاکلو کې ځوانان تر ډېره له مډرن سبک څخه ګټه اخلي؛ داسې چې ۶۵.۷سلنه ځوانان کورني مراسمو په مډرن بڼه جوړوي او ۹۳.۵سلنه بیا نویو او مډرن دندو سره لېوالتیا لري.

د سروې ګډونواله حسنا چې کوژده یې، شوې، غواړي چې د واده مراسم یې، په مډرن توګه ونمانځي. «اوس کوژدن شوې یم او غواړم چې واده مې په مډرن سبک ونمانځم؛ خو خسرګنۍ مې کلي‌وال دي او نه‌خوښوي چې په نوي سبک واده وکړم.»

په شوې سروې کې د موسیقي اورېدو بڼه هم ارزول شوې چې ۴۳.۳سلنه ګډونوالو ویلي، کلاسیک موسیقي اوري. ۴۰.۶سلنه هم لېواله دي چې نوې او دودیزه موسیقي واوري او ۱۶.۱سلنه هم ویلي چې نوې موسیقي اورېدو ته لېواله دي.

د کابل اوسېدونکی محمد هم سلام‌وطندار ته وايي: «دواړه سټایلونه خپله ښکلا لري، خو زه په‌ خپله د زوړه سبک ډېر ملاتړی یم، له جامو، خوړو او چلند څخه نیولې تر موسیقي پورې، زوړ سټایل خوښوم؛ ځکه چې دا ښه احساس لري.»

بل‌خوا د جنسیت له پلوه د سروې موندنې ښيي چې هلکان د نجونو په پرتله په ژوند کې د دودیز او سنتي سبک لېواله دي او نجونې بیا د مډرن او کلاسیک سبک مینه‌والې دي.

د سروې نارینه ګډونوالو له ډلې ۳۹.۴سلنه ویلي چې دودیز پوښاک خوښوي او د نجونو له ډلې بیا ۳۰.۴سلنه ویلي چې ورته پوښاک خوښوي. همداراز له ټولو ښځینه ګډونوالو ۵۹.۱ سلنه ویلي چې دواړه خوښوي او د هلکانو له ډلې ۴۴.۴سلنه ویلي چې د ګډو جامو مینه‌وال دي.

عرفان چې د دودیزو او مډرن جامو ګډه بڼه خوښوي، وايي: «د دواړو ګډه بڼه ډېره ښه ده، ځکه انسان نه‌شي کولی چې په یوه بڼه مخته لاړ شي، ستړی کېږي او کله چې دواړه ګډ کړي، ښکلی کېږي.»

په ورته مهال ټولن‌پوهان او ارواح‌پوهان وايي چې د ژوند سبک د ځوانانو د لېوالتیا کچې او امکاناتو پورې تړاو لري. د دوی په وینا، که څه هم هر سبک د ټولنې ارزښت ته په کتو، خوښوونکی دی؛ خو ځوانان د مډرن ژوند لېواله دي.

ټولن‌پوه راشد صديقي وايي: «د ځوانانو مطالعې له زياتېدو سره د هغوى په ژوندانه کې بدلون راغلى او دا چې څه ډول سبک او چلند ولري، بايد ووایو چې کوم چلند او سبک چې ټولنه کې د منلو وړ وي، تر ټولو ښه سبک یا سټایل دی او تر ډېره د ځوانانو لېوالتیا له ښاري‌کېدو او نوي ژوند سره ده.”

ارواپوه نظامي هم وویل: «د ژوند کیفیت او کمیت د اقتصاد، اسانتیاوو او سولې په څېر شیانو سره مستقیمه اړیکه لري او هر څومره چې یاد شوي شیان په ټولنه کې بنسټیز شي، د ژوند پر کیفیت مثبت اغېز کوي او ډیری ځوانان یو عصري ژوند غواړي؛ ځکه چې په عصري ژوند کې، ټول ارزښتونه خوندي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ژوند سبکونو ته د ځوانانو لېوالتیا داسې مهال ارزول کېږي چې له کلونو راهیسې تر دې مهاله د دوی غوښتنو ته د پام وړ کار نه‌دی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام